عيسىٰ مسيح په زبردسته طريقه د بختورو خلقو وضاحت وکړو، او د شريعت خبرې به يې داسې پوره کولې چې “زۀ تاسو ته رښتيا وايم”، او د “رياکارانو” خلقو د خېرات، دعا او د روژو نه يې خبردارے ورکړو. دوئ نورو ته ښودنې دپاره داسې کوى خو دوئ خُدائ پاک سره وفادار نۀ دى. عيسىٰ مسيح وفرمائيل “د نورو سره تل داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره خوښوئ”. هغه خلق د هغۀ پوهې ته حېران وُو.