څنګه چې عيسىٰ مسيح لوئ شو، نو هغه د خُدائ او د انسان په حق کښې بې عېبه وو. کله چې يحيىٰ هغۀ له بپتسمه ورکړه، روحُ القُدس د کونترې په شکل کښې په هغۀ نازل شو. خُدائ پاک د آسمان نه آواز وکړو، ” دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم”. بيا روحُ القُدس عيسىٰ مسيح بيابان ته ازمېښت دپاره څلوېښت ورځو او څلوېښت شپو له بوتلو، او د روح په طاقت کښې يې د خُدائ پاک کلام سره د اِبليس مقابله وکړه.