يحيىٰ اقرار وکړو چې هغه مسيح نۀ دے، او کله چې هغۀ عيسىٰ مسيح په راتلو وليدو نو هغۀ ووئيل، “وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى”. د هابيل نه تر مسيح پورې، ګډورې به د ګناهونو دپاره قربان کېدل، خو هغه پاک ګډورے چې راتلونکے دے، هغه به د هميشه دپاره د ټولو ګناهګارو په ځائ قربان شى. د يحيىٰ شاګرد اندرياس خپل ورور شمعون پطروس ته ووئيل، “مونږ مسيح موندلے دے” او نور هم هغۀ پسې روان شول.