عبدالله د خپل ګاونډى د سخاوت تعريف کوى او وائى چې خدائ پاک دې ورله برکت ورکړى، کۀ جنت ته تلل زمونږ په ښو کارونو باندې وى نو دا خو داسې ده لکه چې مونږ خدائ پاک سره يوه سودا کوو، او غواړو چې د خپلو نېکو کارونو په بدل کښې جنت راکړى. يو شاعر وئيلى دى، “مونږ ته د خدائ پاک د کلام د شيشې ضرورت دے چې مونږ ته زمونږ حقيقت وښائى.”