تريخوالے د وړوکى څيز نه شروع کيږى او په هغه طريقه څرګنديږى چې مونږ يوې خبرې پسې بله خبره شروع کوو، او دا د تريخوالى “جړ” جوړ شى. په تېر شوى پروګرام کښې مونږ وکتل چې د يوې ښځې ايمان څنګه بحال کيږى او څۀ آيتونه هم ولوستل چې هغه ښځه څنګه د خپلو حالاتو باوجود په خُدائ پاک باندې ايمان ولرى او په هغۀ باور وکړى او د خُدائ پاک فضل تر لاسه کړى.