په مِصر باندې آخرى افت په نيمه شپه کښې د هر ورومبى پېدا شوى زامن مرګ وو. بنى اسرائيل ته وئيلې شوى وُو چې هغوئ دې يو ګډورے حلال کړى او د هغې وينه دې په هر يو چوکاټ ولږوى. خُدائ پاک فرمائى، “چې کله زۀ وينې ته ګورم، نو ستاسو نه تېر شم”. دا د فسحې اختر وو چې د راتلونکى د خُدائ د ګډورى ښودنه کوى.