دانيال نبى په بابل کښې قېد وو څوک چې وروستو د څلورو بادشاهانو هدايت کونکے جوړ شو. هغۀ د ډېرو قومونو او د مسيح د وړومبى او د دويم راتګ پېشن ګوئ وکړه. يو بادشاه د دعا باره کښې يو فرمان جارى کړو، خو دانيال نبى به بيا هم د خُدائ پاک نه دعا غوښتله او هغه د زمرو په غار واچولے شو، خو خُدائ پاک هغه بچ کړو. بادشاه يو نوے فرمان جارى کړو چې “د دانيال د خُدائ نه يرېږئ”.