د زړې عهدنامې په آخرى حصه کښې د پېغمبرانو اوولس کتابونه دى، چا چې د خُدائ پاک پېغام د هغۀ د خلقو چې د بنى اِسرائيل په بادشاهت کښې په يهوده کښې او جلاوطن شوى وُو، او نورو قومونو ته ورسول. د دوئ پېغام د قيامت، سزا او د خلاصون باره کښې وو. دا پېغمبران ايمانداران وُو خو د دوئ ډېر مخالفت شوے وو.