خُدائ پاک موسىٰ ته وفرمائيل چې د هغۀ د اوسېدو دپاره هغۀ له يوه خېمه جوړه کړى. خلقو خپلې نذرانې راوړې چې د هغې نه دوه د خېمو کوټې او يوه پرده چې د پاک مقام او پاک ترين مقام په مينځ کښې لګېدلې وه. د يوې دروازې ديوال دربار د خيمې نه ګېر چاپېره راتو شوے وو. کله چې دا جوړه شوه نو دغه ځائ د خُدائ پاک د جلال نه ډک شو.