خدائ پاک انسان خپل خاص مخلوق جوړ کړو، چې سوچ او فکر کولے شى، نوى خيالات او علم حاصِلولے شى. انسان د خبرو او ژبو په زريعه پېغام رسوى او حکومتونو او نظامونو سره رواجونه او معاشرې جوړوى. انسان خدائ پاک سره د مينې او د احترام رشته جوړوى او دغه شان د نورو سره هم. څۀ خلق په دې يقين لرى چې د مرګ نه پس ژوندون شته.