ساره خپله وينځه هاجِره ابراهيم له ورکړه، او د هغې نه اِسمٰعيل پېدا شو. خدائ پاک وعده کړې وه چې هغه به يو لوئ قوم شى. ١٤ کاله پس وعده کړے شوے زوئ اسحاق پېدا شو. ساره ابراهيم ته ووئيل چې هغه دې هاجِره او د هغې زوئ د کوره وباسى، او هغۀ داسې وکړل. د اسحاق دوه زامن وو، عيسو او يعقوب. د خدائ پاک وعده د یعقوب، بیا د هغۀ زوئ یهودا او په آخر کښې د عیسی مسيح په ذريعه پوره شوه.