د ټولو قومونو خلق عيسى مسيح سره په مينه کښې يو ځائ دى او د دوئ راغونډېدل جماعت بللے شى. خدائ پاک آدم او حوا پېدا کړل، خو آدم ګناه وکړه. خدائ پاک د ګناه نه د خلاصون ورکولو وعده وکړله. عيسى مسيح د دې وعدې پوره کولو دپاره راغلو، چې بيمارانو له شفا ورکړى، مړى راژوندى کړى، او د دنيا د ګناهونو دپاره ځان قربان کړى. عيسايان په مسيح باندې ايمان لرى او خپل ژوند يې هغۀ ته وقف کړے دے.