کميونسټ او نور هيومنسټ پۀ دې باندې يقين کوى چې مرګ د هغوئ د خاتمه ده. د هندوانو دپاره، د هغوئ د مرګ مقصد دنيا ته بيا راتلل دى. خو خدائ پاک د هر چا دپاره دا منصوبه لرى چې د مړو نه بيا راژوندى کړى او عيسى مسيح سره د تل عمرى ژوندون ولرى. عيسى مسيح د دې ښودنه داسې وکړه چې خپل ملګرے لعزر يې د مړو نه بيا راژوندے کړو. عيسى مسيح ووژلے شو او ښخ کړے شو، خو درې ورځې پس بيا راژوندے شو. نو مونږ له پکار دې چې په هغۀ ايمان وساتو.