خدائ پاک مينه دے او هغۀ عيسىٰ مسيح دې دنيا ته راولېږلو چې ټولو بنى آدمو ته خپله مينه څرګنده کړى او هغه مونږ خپله کورنۍ کښې شاملول غواړى. هغه مونږ سره لکه د خپل ځان په شان مينه کوى. تثليث لفظ د خدائ پاک د ذات راز ظاهرولو دپاره استعماليږى. عيسىٰ مسيح خپلو شاګردانو له حکم ورکړو چې د خدائ پاک اقرار د پلار، زوئ، او روح القدس په نوم کښې وکړى.