په يونانئ کښې د مسيح معنى ده، مسح کړے شوے. ميکاه نبى پېشن ګوئى کړې وه چې مسيح به په بيت المقدس کښې د داؤد په نسل کښې پېدا کيږى او همداسې وشول. د مسح کولو مطلب په سر باندې تيل اچول دى، مسح کول د روح القدس يوه نښه ده، چې څوک د خدائ پاک د خدمت دپاره تياروى او هغۀ له طاقت ورکوى. مسيح د بپتسمې په وخت په روح القدس مسح کړے شو، کله چې خدائ پاک د آسمان نه آواز وکړو، او دا تصديق يې وکړو چې عيسىٰ مسيح د هغۀ زوئ دے.