کتابِ مقدس دا خبره کوى چې څنګه خدائ پاک ټول څيزونه جوړ کړل او بنى آدم يې په خپل صورت پېدا کړو. خو آدم ګناه وکړله، او د شروع نه خدائ پاک غواړى چې انسان توبه وکړى او هغۀ ته راوګرځى. د شروع نه، خدائ پاک د يو خلاصونکى وعده کړې وه، کومه چې د عيسى مسيح په راتلو سره پوره شوه، څوک هم چې دا خلاصونکے قبول کړى نو خلاصون به مومى.