په ټولو معاشرو کښې وادۀ کول شته، او په ټولو کښې د ماشوم د پېدا کېدو اهميت ډېر زيات دے. کۀ چرې د يوې ښځې ماشوم نۀ پېدا کيږى، نو خاوند يې بل وادۀ کولے شى. دا د وادۀ کولو دپاره د خدائ پاک طريقه نۀ ده. ښځه او سړے د هغۀ په نظر کښې يو برابر دى. د وادۀ په رشته کښې ښځه او خاوند يو ځائ شى او دواړه به يو بدن شى.