د عيسىٰ مسيح د بيا راتګ نه مخکښې به لوئ مصيبتونه راځى لکه آفتونه، قحطونه، او زلزلې. هغه به ناڅاپه راځى او د هغۀ د راتلو نه به هيڅوک هم نۀ وى خبر. هغه به په ټوله زمکه د خدائ پاک بادشاهى په کامله توګه قائمه کړى، ګډې به د چېلو نه بيلې کړى، د قومونو عدالت به کوى، د مړو او ژوندو عدالت، او په نوې آسمان او نوې زمکه باندې به د مالک په توګه حکومت او بادشاهت کوى.