خدائ پاک هر څۀ د ځان دپاره جوړ کړل. سائنس د دې لټون کوى چې څنګه دا هر څۀ جوړ شول او څنګه دا نظام چليږى خو مونږ ته دا نۀ شى وئيلې چې دا ولې موجود دى. په څۀ وجه دا څيزونه جوړ شول، او د دې په وجود کښې د راتلو څۀ مقصد دے؟ صحيفې مونږ ته دا وائى چې د دې هر څۀ د جوړېدو وجه د خدائ پاک لوئى بيانول دى، چا چې دا هر څۀ د خپلې رضا او خوشحالئ دپاره جوړ کړل، او هغه غواړى چې بنى آدم دې د هغۀ صفت وکړى او د هغۀ سره خوشحالى وکړى (او د هغۀ د کارونو دپاره دې)، د هغۀ شکر ادا کړى او د هميشه دپاره دې د هغۀ عبادت وکړى.