مونږ عيسايان، د نورو سره د خدائ پاک مينه شريکوو ځکه چې زمونږ دپاره د خدائ پاک حيرانونکې مينه مونږ دې ته مجبوروى چې نورو سره مينه وکړو او د خلاصون دپاره خوشحالى وکړو. عيسىٰ مسيح خپله خوشحالى مونږ له راکړه، او دا خوشحالى زمونږ په کورنۍ کښې، زمونږ په رشتو کښې او خدمت کښې پوره کيږى. مونږ ته دا هم پته ده چې مونږ څوک يو او مونږ چرته روان يو.