د عيسىٰ مسيح انجيل صرف يو کتاب نۀ دے. عيسىٰ مسيح پخپله انجيل (ښۀ زيرے) دے. پۀ نوى عهدنامې کښې په وړومبو څلورو کتابونو کښې د عيسىٰ مسيح د ژوند بيان شوے دے کوم چې د هغۀ د پېدايښت، خدمت، او د مرګ په باره کښې ذکر کوى. يوحنا وائى، په ازل کښې، د خدائ پاک کلام هغۀ سره وو، او کلام انسان شو، يعنى عيسىٰ مسيح. خدائ پاک عيسىٰ مسيح راولېږلو چې د هغۀ ټولې وعدې او د پېغمبرانو خبرې پوره کړى، او زمونږ د ګناهونو دپاره په سولئ شى.