پولس رسول ليکلى دى چې، “کۀ چرې مسيح نۀ وو راژوندے شوے نو ستاسو ايمان عبث دے”، د صحيفو په مطابق، مسيح مړ شو، ښخ شو، او بيا راژوندے شو. عيسىٰ مسيح د خپل ځان د بيا راژوندى کېدو پېشن ګوئى وکړله، او د راژوندى کېدو نه پس به خپلو مريدانو سره بيا بيا مېلاويدو، هغه په يو نوى بدن کښې بيا راژوندے شو. او هغه مونږ سره وعده کوى چې څوک په هغۀ ايمان لرى نو هغه به بيا راژوندے شى.