د بنى اسرائيلو مقصد جنګ کول او امن راوستل وُو. مونږ دا د داؤد په ژوند کښې وينو، څوک چې د خدائ کور جوړولو نه منع کړے شوے وو ځکه چې هغۀ وينه توئ کړې وه. اسرائيل په هغه خلقو د خدائ پاک عدالت راوستو څوک چې بدکاره او د توبې قابل هم نۀ وُو خو خدائ پاک هم د بدکاره خلقو په ذريعه د اسرائيل عدالت وکړو، خو خدائ پاک د امن بادشاهت قائمول غوښتل.