په کورنۍ کې واړه ماشومان د خېټې پړسوب او د معدې دردونه لري او د چینجيو په ناروغۍ اخته دي. یو دوکاندار چې د طبي کتاب څخه معلومات شریکوي، دا تشریح کوي چې څنګه خلک چینجي پیدا کوي او څنګه د انتاناتو (ساري یا لېږدوونکو نارغیو) مخه نیول کېږي. ساده علاجونه او د میبینډازول د استعمال څرنګوالی، کوم چې د چینجیو د ډېرو ډولونو درملنه کوي، تشریح شوي دي.