دَ مالک خدائ چې ثنا اؤ صفتونه کوى
بختور دى هغوئ، بختور دى هغوئ
وى خوشحاله چې عمل يې په حکمونو کوى
دَ هغوئ اؤلاد په زمکه زورور خلق شى
صادقانو نسل تل به بختور داسې وى
صادقانو ته تيارو کښې به رڼا ځليږى
هغوئ کله هم دَ بد خبر نه نۀ يريږى
صادقان خلق هميش ژوندى په زړونو کښې وى
چې په زړۀ باندې صادق اؤ مهربانه څوک وى
مالدارى اؤ دولت تل وى دَ هغوئ په کور کښې
صداقت به دَ هغوئ تل تر تله پورې وى
Scripture Links
Tags