مالکه خدايه زمونږ ربه دا ستا نوم دے عظيم
په آسمانونو کښې دې خپل جلال جوړ کړے دے
تا ماشومانو ته خپل ثنا صفت ښودلى
مخالفين اؤ دشمنان، دې پرې چُپ کړل ټول
په خپل ځائ دى مقرر ستورو سپوږمئ ته ګورم
کله چې ستا دَ ګوتو کار ، ګورم آسمان ته ګورم
تا بنيادم په مخلوقاتو کښې اشرف پيدا کړو
تا په هر څيز پوره اختيار، الله ورکړے دے
کۀ مارغان دى په هوا يا سمندر کښې کبان
اؤ کۀ رمې دَ بيابان اؤ يا ځنګلى حيوانان
Scripture Links
Tags