خدايه زۀ تا له يم راغلے ستا پناه غواړمه
خپل عدالت کښې لويه خدايه تۀ خلاصون راکړه
تۀ زما غر زما قلعه اؤ لارښودونکے مې يې
ځکه چې تۀ مې پناه اؤ پناهګاه يې زما
زۀ لويه خدايه ستا لاسونو کښې خپل روح سپارم
تۀ وفادار يې زما خدايه تا بچ کړے يمه
مالکه خدايه زما ټول يقين په تا باندې دے
څوک چې دَ بت کړى عبادت زۀ ترې نفرت کومه