شکر کوئ دَ خپل رب هميشه، رحم يې دے هميشه
مينه يې ده تر ابده، مينه يې ده تر ابده
چا ته چې مالک خدائ خلاصون ورکړى
هغوئ دې خلقو ته ووائى
هغه چې څوک يې دَ دشمن دَ لاس خلاص کړى دى
مونږ سره وى تر ابده، مينه يې ده تر ابده
چې دَ شمال نه تر جنوبه، اؤ دَ مشرق نه تر مغربه
هغوئ چې هغۀ دَ ملکونو نه، راغونډ کړى دى
هغوئ په خُوشى بيابان کښې، ټول سرګردانه ګرځيدل
دَ اوسيدو دَ پاره دوئ، ښار پيدا نۀ کړلو
Scripture Links
Tags