خدائ دې مهربان شى مونږ ته را دې کړى برکت
په مونږه دې دَ خپل مخ رڼا وځلوى
خدايه په قومونو دې دا ستا ثنا بيان شى
اؤ ټول قومونه دې دا ستا شى ثنا خوان
په مونږه دې دَ خپل مخ رڼا وځلوى
قومونه ټول خوشحال شى له خوشئ سندرې وائى
تۀ کوې انصاف اؤ دَ لار ښودنه کړې
په مونږه دې دَ خپل مخ رڼا وځلوى
صفت دې ستا بيان کړى ټول قومونه لويه خدايه
شى دې ثنا خوان واړۀ قومونه دَ ستا ربه
نو بيا به زمکه خپل پيداوار وکړى اے مالکه
را به کړى برکت مونږ له الله مونږ له الله
Scripture Links
Tags