وا مې وره اے خدايه زما دَ انصاف درخواستونه دى
ومې کړه مدد په خله مې دا دعا اؤ فريادونه دى
ما بې ګناه ثابت کړه اے مالکه خدايه
تاته ټول څرګند دى خدايه چې څومره ښۀ کارونه دى
اراده زما پخه ده په ژبه باندې نۀ کړم ګناهونه
ما واړه دى منلى خدايه چې دا ستا څومره حکمونه دى
خدايه هميشه ستا په لار روان يمه روان
نۀ اؤړمه ستا نه ژوند کښې مې کۀ هر څو تکليفونه دى
رابه کړې جواب خدايه دا دعا کوم دعا
تۀ به يې قبول کړې خدايه چې زما څومره سوالونه دى
Scripture Links
Tags