چې نۀ شم شرمنده ربه هميش تا ته دعا کوم
مدد دَ پاره زۀ تا ته فرياد هميشه کوم، هميشه کوم
دا ستا احسان څومره لوئ دے
چې څوک غواړى پناه دَ ټولو وړاندې تۀ برکات ورکوې
دَ خپل حضور سورى دَ لاندې
تۀ هغوئ دَ خلقو منصوبو نه به ساتې ربه
خدائ سره مينه کوئ مينه
ځکه چې خدائ خپل وفادار بچ کوى هميش
شى شرمنده دې بدعمله
غلى دې هميش دَ پاره دوى شى په لحد کښې
Scripture Links
Tags