خاورو کښې پروت يمه زۀ پروت يم
په خپل کلام دې ما ژوندے کړه
ما خپلې لارې در ښکاره کړې
يه خدايه تا بيا جواب راکړو
ما ته دې خپل اُصول وښايه
ما دې کلام په تعليماتو پوئ کړه
نو ستا عجب عجب کارونو ،
يه پاکه خدايه غور وکړم
ما ته دې خپل اُصول وښايه
دَ غمه ځان مې شو کمزورے
په خپل کلام دې پاکه خدايه
دَ ستا بنده له طاقت ورکړه
دَ دروغژنو لارو ما وساته
دَ خپل شريعت په راښودلو
خدايه په مونږه مهربان شه
ما دَ رښتيا لاره کړه خوښه شريعت دې
ستا دَ شريعت په لار روان يم
ځکه چې تا زما زړۀ لوئ کړو
Scripture Links
Tags