ستا خلاصون په انتظار زما ځان کمزورے کيږى
خو ما خپل اُميد اے خدايه، ستا کلام پورې تړلے
ستا وعدې په انتظار زما سترګې شوې ړندې
زۀ دا وايم چې به ما له، راکوې تسلې کله
خدايه تر څو به انتظار ستا خدمت ګار کوى
چې څوک ما سره زياتے کړى، سزا به کله ورکوې
ستا حکمونه باورى دى، خدايه تۀ مې مدد وکړې
خلق دَ ستا خدمت ګار، خدايه بې وجې آزاروى
لويه خدايه دوئ په خيال کښې، يم رد کړے زۀ دَ زمکې
خو دَ ستا اُصول ما کله، پريښودلى نۀ دى خدايه
Scripture Links
Tags