د الله ثنا صفت هر وخت کومه
زۀ په ژبه د هغۀ صفت کومه
زما روح به په مالک خدائ کوى فخر
زۀ به تل د خدائ لوئى بيانومه
خلاص مې کړه له يرې نه اے مالکه سوال کوم
را به کړې جواب ما ته اے مالکه سوال کوم
څوک چې په هغۀ باندې توکل کوى
هغه به خوشحاله وى
نۀ به مختورن نۀ شرمنده به وى
وى خلاص به تکليفونو نه
وى يې فرښتې اؤ ګير چاپيره ترې
بچ ساتى د خدائ بنده
هغه بختور دے چې پناه غواړى
خدائ نه چې څوک يره کړى
Scripture Links
Tags