
هر وختِ زۀ به د مالک ثنا صفت کوم
زۀ به په ژبه هميشه د دۀ صفت کوم
په مالک خدائ به زما روح، کوى فخر هميش
راځئ زما سره د خدائ، لوئى بيانوى
وى به خوشحاله هميشه، چې څوک توکل کړى په خدائ
نۀ به هغوئ شى تور مخى اؤ نۀ دوئ شرمنده
فرښتې د خدائ بنده نه هميشه وى ګير چاپيره
چې څوک يره کړى له خدائ، هغه تل بچ کوى
د خدائ نظر په صادقانو، اؤ فرياد يې اؤرى
خو مالک خدائ خلاف وى، چې څوک بد کارونه کړى
Scripture Links
Tags