اے مالکه خدايه، ما نه لرې ولې ودريږې
په وخت دَ مصيبت کښې، ما نه ځان پټوې
خپل غرور کښې بدکاران، طلب نۀ کوى اے خدايه
دوئ په خپله خپلو چالونو کښې راګير کړه پاکه خدايه
دوئ په خپله خپلو چالونو کښې راګير کړه لويه خدايه
دوئ په خپله خپل نفس لافې کوى، دا بدکاران
په مالک خدائ چې لعنت کوى اؤ دَ هغۀ نه انکارى دى
اے مالکه راپاڅه، بدکارانو ته سزا ورکړه
اے مالکه خدايه مظلومان مۀ هيروه
Scripture Links
Tags