هغوئ به خپل ژوندون په خير تيروى، مالک خدائ چې وى دَ چا، نۀ يريږى
نظر زما به وى دَ خدائ طرف ته
دَ دشمن دام نه به ما خلاصوى
تۀ فضل وکړې، ماته راوګرځيږه
زۀ يم بدحاله اؤ يواځې پاتې يم
بد نه بدتر شول زما غمونه
خدايه ما خلاص کړې دَ دې تکليفونو
کريم اؤ دل راج: ١٣
تر کومې ما به هيروې خدايه
تر کومې بل خواته به ګورې تۀ
ذهن زما به پريشانه وى څو
زما په زړۀ کښې به خفګان وى تر څو
بې حده مينه دې ايمان ګڼمه
احسان دا ستا د خلاصون منمه
مالکه راشه تۀ جواب راکړه
سترګې روحانه مې کړه مړه به شمه
ستا د صفت سرود به کړمه بيان
ځکه چې تۀ يې مهربان په ما
Scripture Links
Tags