د خُدائ پاک کلام: “خواهش يې د زرو نه زيات دے”. د بنى آدم د شروع نه سرۀ زر خوښ دى او دا د دولت يوه غټه نښه ده. د مالِک خُدائ کلام د شاتو نه هم خوږ دے. شات ډېر خوندَور او په ژبه ښۀ لګى. يو ځل بيا کتابِ مقدس لکه د “خالص روحانى پيو” په شان دے. پئ د يو نوى پېدا شوى ماشوم دپاره ډېر ضرورى وى ځکه چې دا هغۀ له غټېدو کښې طاقت ورکوى. سرۀ زر، شات او پئ ډېر د زړۀ پورې څېزونه دى. دغه شان دې زمونږ خواهش د خُدائ پاک کلام دپاره هم مضبوط شى.