د مالِک خُدائ فرښته د اور د لمبې په شان د جاړې مينځ نه په موسىٰ راڅرګنده شوه. حضرت موسىٰ ته وئيلې شوى وُو چې هغه دې خپل خلق د مصر نه را بهر کړى او په غرۀ باندې او بيا د وعدې په هغه زمکه باندې د خدائ پاک عبادت وکړى. خُدائ پاک خپل نوم “زۀ هغه يم” څرګند کړو. خُدائ پاک مقدس، وفادار او رحم کونکے دے، او د هغۀ نوم کښې طاقت شته.