بختور څوک دی ؟

بختور دی هغوئ چه د روح غريبان دی ځکه چه د آسمان بادشاهی د هغوئ ده.
بختور دی هغوئ چه غمژن دی، هغوئ به تسلی ومومی.
بختور دی هغوئ چه حليمان دی ځکه چه دوئ به د مزکې وارثان شی.
بختور دی هغوئ چه د صداقت وږی تږی دی، دوئ به ماړۀ کړے شی.
بختور دی هغوئ چه رحم کوی، په هغوئ به رحم وکړ ے شی.
بختور دی هغوئ چه زړونه ئے پاک دی، هغوئ به د خدائے ديدن وکړی.
بختور دی د امن راوستونکی ، خدائے به هغوئ ته خپل زامن ووائي.
بختور دی هغوئ چه د خدائے د رضا د پاره ربړولې کيږی، د آسمان بادشاهی د هغوئ ده.
تاسو بختور يئ چه زما د پاره په ځان ملامتے، سختے زحمتے تيروئ آؤ د خلقو قسم قسم دروغژنے بدے خبرے زغمئ. داهر څۀ تاسو په خوشحالئ آؤ روڼ تندی وزغمئ ځکه چه په آسمان کښې ستاسو د پاره لوئے آجر دے.