کله چې تاسو فکرمند يئ نو بيا څۀ محسوسوئ؟ که چرې ستاسو زړونه د فکرمندئ نه ډک وى نو دا پروګرام به ستاسو د پاره د حوصلې نه ډکې خبرې تاسو سره شريکوى. تاسو به په دې پروګرام کښې د فکرمندئ او د دې سره د مقابلې کولو په باره کښې زده کړه کوئ. يوه ښځه د خپل ايډز د بيمارئ نه د خلاصون په حقله قيصه تاسو سره په دې پروګرام کښې شريکوى.