په دې پروګرام کښې به د ډيپرېشن وجوحات او د دې د علاج په حقله تاسو سره خپله ذاتى تجربه شريکوو. يوه ښځه چې د ډيپرېشن بيماره وه، د علاج په مدد، ښۀ مشورو او په خُدائ پاک باندې د ايمان په وجه ښۀ شوه. کله چې مونږ د خفګان احساس کوو نو د ځان نه دې پوښتنه وکړو چې “دا ولې”. مونږ دې هم د زبور ليکونکى په شان ځان له ډاډګيرنه ورکړو. ځان سره مثبت خبرې کول ډېر ضرورى دى.