سپیڅلی کلام دوې برخې لري، زوړ تړون او نوی تړون. زوړ تړون په ۳۹ کتابونو مشتمل دی، په کوم کي چې لومړي ۵ کتابونه هم شامل دي، کوم چي د موسی د قانون په نوم یادیږي. همدارنګه په زوړ تړون کي د لویو پیغمبرانو او کوچنیو پیغمبرانو کتابونه هم شامل دي، همدارنګه د زبور شریف، متلونو او ځیني نور تاریخي کتابونه هم په زوړ تړون کي دي.