په مونږ کښې د عيسىٰ مسيح ژوندون زمونږ ګناهګار فطرت باندې غالب راتلے شى. خو که بيا هم مونږ د ګناه په آزمېښت کښې راګېر شو نو مونږ دې بې حوصلې نه شو بلکې د خُدائ پاک معافى دې تر لاسه کړو او په خپل ځان دې هم رحم وکړو. مونږ دې خپل ځان مسيح سره په سولۍ او ګناه کښې مړۀ شوى شمېر کړو. مونږ دې په دې باور وکړو چې خُدائ پاک به زمونږ بد عادتونه خمتولو کښې مرسته کوى او مونږ له به نوى خواهشات راکوى.