فریسیانو د عیسی څخه حسد کاوه ځکه چې هغه د خلکو په منځ کې ډیر محبوب ؤ، او هغوی پلان جوړ کړ چې هغه ووژني. په دې به هم خبري کوو، چي عیسی ولې د خپلو دښمنانو پر وړاندې جګړه ونه کړه؟ شاګردان نه پوهېدل چې ولې باید عیسی مړ شي. یهودا د عیسی سره خیانت وکړ او پطروس یې د پيژندلو څخه انکار وکړ. همدارنګه عیسی خپلو پیروانو سره د روح القدس د رالیږلو ژمنه وکړه.