عيسىٰ مسيح خپلو مريدانو سره خبرې وکړې، هغوئ له يې ډاډګيرنه ورکړه، او څۀ چې کېدونکى وُو، د هغې نه يې خبر کړل، هغوئ ته يې وفرمائيل، “زۀ لار، حق، او ژوندون يم”. هغه به د هغوئ نه جدا شى خو مدد دپاره به هغوئ له روحُ القدس وروليږى، خو د دې هر څۀ نه وړاندى به هغه زحمت وزغمى او مړ به شى. د ګيتسمنى په باغ کښې دُعا نه پس هغه ګرفتار شو.