که چېرې مونږ هوښیار او خبردار واوسو او یو چا ته پوره پاملرنه (خیال) وکړو، نو مونږ به د دوی خبرې او د هغې ترشا ارادې واورو. مونږ به ډسپلین لرونکي اوریدونکي او وینا کوونکي واوسو، خپل ملګري ته به پوره درناوی کوو. بیا نو مونږ باید د موضوع په حقیقت پوهه شو، خو بیا هم کولای شو ځيني تپوسونه وکړو لکه: “ایا ستاسو مقصد همدا دی؟” تر ټولو لوی ښوونکی، عیسی وویل، “څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى.”