بنى اِسرائيلو په صحرا کښې سلوېښت کالا تېر کړل او يو ځل بيا د اوبو قحط راغے. خُدائ پاک موسىٰ ته وفرمائيل چې کټ سره خبرې وکړه، خو هغۀ نافرمانى وکړه او دوه ځله يې په امسا ګټ ووهلو. اوبۀ راووتلې خو هغۀ موسىٰ له سزا ورکړه. بيا مالک خُدائ د خلقو د وژلو دپاره ماران ورولېږل، خو وروستو موسىٰ ته ووئيلې شول چې په يوه ډاګه د پيتلو مار جوړ کړه، او چا چې هغې ته وکتل، هغه بچ کړے شو.