روح القدس د تثليث دريم غړے دے. هغه د حق روح دے چې مونږ د حق طرف ته بوځى. روح القدس د خدائ پاک د موجودګئ، د ګناه، صداقت، او د عدالت احساس راولى. هغه عيسىٰ مسيح له لوئى ورکوى، او هغه زمونږ د ابدى ميراث ثبوت دے. روح القدس ايماندارانو ته څرګنديږى او هغوئ له طاقت ورکوى چې د مسيح ګواهان جوړ شى.