یوه ودانۍ هم کیدای شي چې کلیسا وبلل شي، خو ریښتینې کلیسا د مسیح بدن دی. کلیسا په مسیح د ایمان لرونکو خلکو ټولنه او د خدای ژوندۍ کورنۍ ده. کلیسا په نړۍ کې د ټولو نسلونو لپاره د مسیح په هکله د شاهدۍ ورکولو لپاره شتون لري. مسیح او د هغه کلیسا د مېړه او مېرمنې په مثال دي، چې په هغه کې کلیسا د مسیح ناوې بلل کېږي.